د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۱ زر او ۱۴۰ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.
په دې ثبت شويو کسانو کې د ۴۲ ښځينهوو په ګډون ۶۵۰ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۷۲ ښځينهوو په ګډون ۴۹۰ نور یې له هېواد څخه وتلي دي.
د يادې ادارې د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، چې ۶۳۴ کسان له ځمکنيو بندرونو او ۱۶ تنه نور يې د هوايې ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي. ياده دې شي، چې له ثبت شويو کسانو څخه ۲۰۰ یې يوازې د افغانستان له لرغونو او تاريخي سيمو د ليدنې په پار او پاتې نور يې د کار په موخه راغلي دي.