د امريکا په نيويارک ايالت کې د سيلانيانو يو بس اوښتی چې له امله يې د يوه ماشوم په ګډون پنځه کسان مړه او تر دېرشو ډېر نور ټپيان شوي دي.
د رويټرز راپور له مخې، پېښه د پيمبروک سيمې د انټرسټېټ پر ۹۰م سړک رامنځته شوې. پوليس وايي، دغه بس د ډېر چټک تګ له امله له کنټروله وتلی او چپه شوی دی.
د امريکا د ملي ټرانسپورټ د خوندیتوب ادارې د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې پيل کړې دي. سرچينې زياتوي چې په بس کې ډېری سپاره کسان د آسيا اوسېدونکي وو.

