د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن په تخار ولایت کې د سپین زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارو پرانيسته وکړه.
د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت وايي، په پرانیست غونډه کې ملا عبدالغني برادر اخوند د ختیځو ولایتونو د پرونۍ زلزلې قربانیانو ته د جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتيا دعا کړې او له اغېزمنو کورنیو سره یې د اسلامي امارت خواخوږۍ څرګنده کړې.
ښاغلي برادر ټينګار کړی، چې ټول اړوند مسوولین دې له شته امکاناتو څخه په استفادې د پېښو سیمو ته سمه رسېدنه وکړي.
اقتصادي مرستیال د سوداګریز ښارګوټي اهمیت روښانه کړی او زياته کړې يې ده، چې د عامه او خصوصي سکتور ګډه پانګونه د هېواد اقتصادي وده تضمینوي، صنعت ته پراختیا ورکوي، تولیدي ظرفیتونه زیاتوي، صادرات لوړوي او زرګونه کاري فرصتونه هم رامنځته کولی شي.
د تخار سپین زر سوداګریز ښارګوټی په ۶۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې په کې د غله جاتو، مېوه جاتو، پیاز او کچالو، ساختماني توکو او درملو مارکېټونه شامل دي. د ښارګوټي لپاره د عامه او خصوصي مشارکت له لارې دوه میلیارده ۴۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي. د پنځو مارکېټونو له جملې یې نن د غله جاتو مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او د پاتې څلورو مارکېټونو چارې پیل شوې دي.
د ښارګوټي په بشپړېدو سره به تر دوه زره زیات دوکانونه رامنځته شي، چې زرګونو هېوادوالو ته به کاري زمینه برابره کړي. همداراز د خصوصي سکټور له لوري د موټرونو د خرڅلاو، موټر مینځلو، د نجارۍ هټۍ او د ساختماني شرکتونو دفترونو پروژې هم پيل شوې، چې پکې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي.

