پربیننده‌ ترین‌ها

د ملي دفاع وزارت تخنیکي ټیم هلمند کې څاه ته لوېدلی ماشوم له مرګ وژغوره

د جنوب لوېدیځ زون د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې هلمند کې څاه ته د دوه کلن ماشوم د ژغورنې خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه لیکي چې دا ماشوم د هلمند په کجکي ولسوالۍکې ۵۰ مترې ژورې څاه ته لوېدلی و چې د ملي دفاع وزارت تخنيکي او مرستندويه ټيم په لنډ وخت کې روغ له څاه راویستی دی.
په ۲۱۵ عزم قول اردو کې د ملي دفاع وزارت د تخنيکي او مرستندويه ټيم مسوول ویلي چې د ياد ماشوم روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی خو د لا ښې درملني په موخه د سيمي اړونده روغتيايي مرکز ته استول شوی.
یاده دې شي چې د ملي دفاع وزارت ځواکونو په هر ډول ستونزمنو حالاتو کې خلکو ته رسېدنه کړې او له طبیعي او ورته نورو پېښو یې ژغورلي دي.

خبر های مرتبط