پربیننده‌ ترین‌ها

“د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې چارې به شاوخوا یو کال کې بشپړې شي”

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس، ملا عبدالحق همکار د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر «آننه ګیلدي سپروف» سره په کتنه کې د برېښنايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. 

د برېښنا شرکت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې ښاغلي همکار ویلي چې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې چارې په چټکۍ روانې دي او تمه کېږي چې د شاوخوا یو کال په موده کې به بشپړې شي.

بلخوا ترکمن چارواکو ويلي چې د برېښنا د نویو پروژو طرحو د وړاندې‌کولو لپاره به نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي. په خبرپاڼه کې د ترکمنستان د انرژۍ وزیر په حواله لیکل شوي چې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته به برېښنا په نورمال ډول دوام ولري.

خبر های مرتبط