د ترکیې پولیسو د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د داعش ډلې پر وړاندې پراخ عملیات کړي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دغو عملیاتو کې ۵۱ کسان له داعش سره د همکارۍ، د دغې ډلې د مالي ملاتړ او په ټولنیزو رسنیو کې د داعش د تبلیغاتو په تور نیول شوي دي.
د دې وزارت په وینا، نیول شوي کسان د داعش له فعالیتونو سره د تړاو په شک کې تر څېړنې لاندې دي.
دا عملیات د احتمالي ترهګریزو بریدونو د مخنیوي او په هېواد کې د داعش شبکو د فعالیتونو د محدودولو په موخه ترسره کېږي.

