د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټېوټ رییس عبیدالله اخندزاده د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون له رییس عثمان بکر سره د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ترمنځ د علمي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په مالیزیا کې د افغانستان سفارت ویلي، عثمان بکر افغان ډیپلوماټانو او دولتي کارکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو، د متخصصینو د تبادلې او د افغانستان له پوهنتونونو سره د علمي همکاریو د پیاوړتیا لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د خبرپاڼې له مخې، اخندزاده د «ګډې همکارۍ له لارې سوکالي» تر سرلیک لاندې د جوړ شوي سمپوزیم په څنډه کې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو انسټیټېوټ له رییسې «داتو روز شازیلا عثمان» سره هم د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د دغو لیدنو اصلي موخه د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د علمي اړیکو پراختیا، د مسلکي ظرفیتونو لوړول او د پوهنتونونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا بلل شوې.

