د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت وایي چې د یاد وزارت اړوند د «حضرت عبدالله ابن مسعود رض» د جګړهییزو ګډو زدهکړو له مرکز څخه ۱۵۵ کسانو د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.
ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د مخابرې، لوژستیک، حفظ او مراقبت، املاک او اکمالاتو له درې میاشتنیو مسلکي زدهکړو فارغ شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو کسانو کې ۴۰ تنه د پنجشیر ولایت اوسېدونکي دي او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې له یادو مسلکي زدهکړو یې د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.
د یادو کسانو د فراغت په مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د پرسونل او تعلیماتو معاونیت مرستیال «مولوي بازمحمد حمیدي» ویلي چې مجاهدین سمتپرست نه دي، بلکې خدایپرست او یادو ټکو ته په پام سره باید خپل نفسونه د اسلام تابع او ورسپارل شوي مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت زیاته کړې چې فارغ شوي کسان په بېلابېلو برخو کې په دندو ګمارل شوي دي.