ډېر لوستل شوي

ملا محمد حسن اخوند: له اړمنو کسانو سره مرستې وکړئ

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د اړمنو کسانو لپاره د مرستو راټولولو اوونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې له هېوادوالو غوښتي چې له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د مرستو راټولولو اوونۍ په مناسبت غونډه کې د ښاغلي حسن پيغام لوستی او په دې پيغام کې يې له سوداګرو، پانګه‌والو، صنعت‌کارانو، علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او خیریه مؤسسو غوښتي چې د اعانې، صدقو او نغدي او غیرنغدي مرستو له لارې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشري فعالیتونو ملاتړ وکړي.

په پیغام کې ټینګار شوی چې د دغو مرستو له لارې باید اړمن کسان، یتیمان، کونډې، ناروغان او د پېښو زیانمن شوي کسان له بشري خدمتونو برخمن شي.
#امیدراډیو


اړوند خبرونه