د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخالاسلام هبةالله اخندزاده په مشرۍ د امنیتي کمیسیون غونډه ترسره شوې ده.
په دې غونډه کې د امنیتي کمیسیون د غړو ترڅنګ، د افغانستان اسلامي امارت رئیسالوزراء ملا محمد حسن اخند او د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند هم برخه درلوده.
د غونډې پر مهال د تېرې غونډې د پرېکړو د تطبیق څرنګوالی څېړل شوی، اړوند راپورونه وړاندې شوي او وړاندیز شوې طرحې تأیید شوې دي. همداراز، اړوندو ادارو ته د طرحو د ښه تطبیق او لازمو اقداماتو په موخه لارښوونې شوې. عالیقدر امیرالمؤمنین مسوولینو ته جدي سپارښتنه کړې چې له غفلت څخه ډډه وکړي، خپلې ورسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره کړي، د مجاهدینو له حالاتو ځان خبر وساتي او له خلکو سره د ښو اخلاقو او حسن تعامل له مخې چلند وکړي.

