ډېر لوستل شوي

ایران: افغان ناروغانو ته مو په ټیټ لګښت د تخصصي درملنې زمینه برابره کړې ده

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي وايي، د افغان ناروغانو د درملنې په موخه یې له یو شمېر معتبرو ایراني روغتونونو سره همغږي کړې، څو په ټیټ لګښت د لوړې کچې تخصصي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

په کابل کې د ایران سفارت په اېکس‌پاڼه کې راغلي، د دغې همغږۍ موخه د افغان ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو لپاره د ایران د طبي او روغتیايي وړتیاوو په برخه کې د اسانتیاوو برابرول دي. نوموړي زیاته کړې، د دې همغږۍ له مخې افغان ناروغان کولای شي په ایران کې په لږ لګښت او د لوړ تخصص لرونکو ډاکټرانو په مرسته درملنه ترلاسه کړي.

اړوند خبرونه