ډېر لوستل شوي

“بهرنيو ځواکونو به په نښه شويو افغان ملکي وګړو د جسدونو ترڅنګ وسلې اېښودلې، څو هغوی جنګیالي وښيي”

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسټرالیا ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې د هغو جرمونو په اړه معلومات لرل چې د تېر اشغال پر مهال به یې په نښه شویو افغان ملکي وګړو د جسدونو ترڅنګ وسلې اېښودلې، څو هغوی جنګیالي وښيي.

راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۱ کال کې ترسره شوې یوې پوځي څېړنې په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې د رهبرۍ جدي کمزورتیا، د پوځي انضباط له منځه تګ او د پېښو د پټولو هڅې په ډاګه کړې دي.

تر دې وړاندې، په ۲۰۲۰ کال کې د «بریرټون» په نوم یوې څېړنې داسې معتبر شواهد موندلي وو چې له مخې یې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د ۳۹ ملکي وګړو او بندیانو په شهيدانولو کې لاس درلود. د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو قوماندان، مارک هامونډ د تازه راپور موندنې تایید کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د قوماندۍ په کچه «جدي ناکامۍ» وې.

اړوند خبرونه