ډېر لوستل شوي

بادغیس کې څه باندې پنځه ټُن تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي راټول شوي 

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د بادغیس روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسوولینو له لوري په یاد ولایت کې څه باندې پنځه ټُن له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول شوي دي.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا توکي د بادغیس ولایت په بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه د څارنې په پایله کې راټول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کې ۵۰ کیلوګرام درمل او ۵ زره ۵۳۶ کیلوګرام له نېټې تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي شامل دي.

عامې روغتیا وزارت همداراز لیکلي چې راټول شوي توکي د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته لېږدول شوي دي.

اړوند خبرونه