ډېر لوستل شوي

افغانستان د «سارک» د صادراتو د کیفیت او معیارونو د کمېټې مشري ترلاسه کړې

افغانستان د سوېلي اسیا د سیمه‌ییزې همکارۍ سازمان (سارک) د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو د کیفیت، معیارونو او تصدیق د پیاوړتیا د ځانګړې کمېټې مشري ترلاسه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د دې خونې یوه پلاوي د نومبر په ۱۶مه او ۱۷مه د مالدیف په کوربه‌توب د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونې په ۸۸مه اجراييوي غونډه کې ګډون کړی او د غړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره درې وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د افغان پلاوي له وړاندیزونو څخه د کیفیت د زیربناوو، د محصولاتو د معیارونو او د صادراتو د تصدیق د پیاوړتیا طرحه منل شوې او په همدې برخه کې د ځانګړې کمېټې مشري افغانستان ته سپارل شوې ده.

په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرتابه پلاوی به د ډسمبر په وروستیو کې افغانستان ته سفر وکړي او د دې سازمان راتلونکې اجراييوي غونډه به په کابل کې جوړه شي.

افغانستان د سارک د نساجۍ او جامو د کمېټې غړیتوب هم ترلاسه کړی دی. د افغان پلاوي غړو د مالدیف له اقتصادي چارواکو او بنسټونو سره په لیدنو کې د هېواد د پانګونې فرصتونه او صادراتي ظرفیتونه ورپېژندلي او د دغه هېواد سوداګرو او پانګوالو یې افغانستان کې پانګونې ته رابللي دي.

اړوند خبرونه