د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس، سید کریم هاشمي د عدلیې له وزیر، شیخ عبدالحکیم شرعي سره په کتنه کې د خصوصي سکټور پر ملاتړ، د سوداګرۍ د چاپېریال پر ښهوالي او د پانګونې راجلبولو لپاره د مناسبو حقوقي شرایطو پر برابرولو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې کتنه پرمهال همداراز د «نوي اوزبېکستان؛ د نړیوالو بازارونو څلورلارې» تر سرلیک لاندې د سوداګریزو اړیکو په نړیوال کنفرانس کې د عدلیې وزارت د استازي پر ګډون هم بحث شوی دی.
د عدلیې وزیر د خصوصي سکټور پر ملاتړ ټینګار کړی او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې فعالیتونه او لاستهراوړنې یې ستایلې دي.

