د افغانستان اسلامي امارت زعیم، شیخ القران والحدیث مولوي هبه الله آخندازده ته په کابل کې د فرمانونو د اغېزو په اړه جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د ګډونوالو له لوري د «شیخالاسلام» لقب ورکړل شوی دی.
د اسلامي امارت مشرتابه کابل ته تر رسېدو وروسته په دغه کنفرانس کې ګډون کړی چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه زرګونو کسانو او ګڼو مخورو دیني عالمانو پکې برخه اخیستې ده.
ټاکل شوې ده چې شيخ القران والحديث مولوي هبةالله اخندزاده په دغه علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې وینا هم وکړي.

