د افغانستان اسلامي امارت زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخالاسلام حفظهالله تعالی وايي، د فتنې د له منځه وړلو او د مسلمانانو د ژغورلو لپاره باید قرباني ورکړل شي.
د اسلامي امارت مشرتابه د «فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه په علمي او څېړنیز کنفرانس کې» ویلي، د فتنې د دروازو تړلو په موخه یې د اسلامي امارت د رهبرۍ مسوولیت منلی او ټینګار یې کړی چې ان خپل ځان قرباني کولو ته چمتو دی، خو مسلمانان باید له فتنې وژغورل شي.
عالیقدر امیرالمؤمنین دغه راز ویلي چې د ده له تنفیذي امر پرته قصاص او حدود نه شي اجرا کېدای.
د اسلامي امارت مشرتابه زیاته کړې چې د اسلامي امارت له شتون پرته د شریعت پلي کول ناشوني دي او د مسلمانانو ترمنځ یووالی د امیر په مرسته رامنځته کېږي.

