د کورنیو چارو وزیر خلیفه صاحب سراجالدین حقاني وايي، د یوه نظام د بقا او ثبات لپاره اړینه ده چې بنسټونه یې پر شرعي اساساتو او اسلامي ارزښتونو ولاړ وي، ځکه د نوموړي په وینا، هغه نظام چې د شریعت له اصولو پرته جوړ شي، د بقا وړتیا نه لري او د اختلافاتو لامل ګرځي.
ښاغلي حقاني «د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د اغېزو په اړه علمي ـ څېړنیز کنفرانس» کې ویلي، افغانستان له اوږدې مودې وروسته د الله تعالی په نصرت د یوه اسلامي نظام شاهد دی او اوس د دغه نظام د عملي کولو او پیاوړتیا په پړاو کې قرار لري.
خليفه سراجالدين حقاني زیاته کړې، د اسلامي نظام د نفاذ او عملي کولو مسوولیت له تېرو شلو کلونو جهادي مبارزو وروسته تر ټولو ستر او دروند مسوولیت دی او په اوسنیو شرایطو کې د وحدت لپاره د خلکو راټولول یو مهم او پرځای نوښت دی.
نوموړي ټینګار کړی چې د نظام د مسوولیتونو رښتینې ادا کول د تېر شل کلن انقلابي پړاو په پرتله لا ډېرې هڅې او ژمنتیا غواړي.

