ډېر لوستل شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر په ختیځ زون کې د مخابراتي سکټور وضعیت ارزولی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، ملا عبدالاحد فضلي د ختیځ زون د مخابراتي سکټور وضعیت او خدمتونو د ارزونې په موخه ننګرهار او لغمان ولایتونو ته سفر کړی دی. 

د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي په اېکس‌پاڼه لیکلي چې ښاغلي فضلي د مخابراتي خدمتونو کیفیت لوړولو، د شبکو د پوښښ پراختیا، لرو پرتو او سرحدي سیمو د مخابراتي ستونزو حل او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. 

ښاغلي الکوزي لیکلي چې تر دې دمه لرو پرتو سیمو کې ۴۵۰ مخابراتي انټنونه فعال شوي، ۱۰۰ انټنونه تر کار لاندې دي او همداراز د ۱۶۱ نورو انټنونو د داوطلبۍ بهیر هم پیل شوی دی.

اړوند خبرونه