د سوریې ولسمشر احمد الشرع د یوه فرمان له مخې، د سوریې کردۍ سیاستواله الهام احمد د دغه هېواد د ولسي جرګې غړې ټاکلې ده.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د سوریې ولسي جرګې د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ ۵مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ولسمشر احمد الشرع الهام احمد د یوې خپلواکې غړې د تشې څوکۍ د ډکولو په موخه د ولسي جرګې غړې ټاکلې ده.
د دې ټاکنې له مخې، د سوریې د ولسي جرګې د غړو شمېر له ۲۰۵ څخه ۲۰۶ ته زیاتېږي.
الهام احمد له ۲۰۱۹ کال راهیسې د سوریې په ختیځ کې د خودمختارې ادارې مشري په ګډه پر غاړه لرله او د سوریې د کردانو له مهمو سیاسي څېرو څخه ګڼل کېږي.
د سوریې د نوي حکومت او کردانو ترمنځ د بشارالاسد رژیم له سقوط وروسته، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې کردي ادارې د سوریې په دولتي جوړښتونو کې مدغم شي. د راپور له مخې، د اګست په میاشت کې له دمشق سره د پوځي نښتو له زیاتېدو وروسته، د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو (قسد) قوماندان مظلوم عبدي د خپلو ځواکونو د منحلولو اعلان کړی و.

