په لیبیا کې اروپا ته د غیرقانوني سفر پر مهال د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې په پایله کې یې ټول ۷۰ سپاره کسان لادرکه شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دغو کسانو کې ۳۵ تنه د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د معلوماتو له مخې، تر اوسه د لادرکه کسانو هېڅ جسد هم له سمندر څخه نه دی راایستل شوی. په همدې حال کې، د باجوړ په ماموند تحصیل کې د شپږو لادرکه شویو کسانو غایبانه جنازې هم ادا شوې دي.
د باجوړ پولیسو مشر خان زیب مومند ویلي، د انساني قاچاق په پېښه کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې به جدي قانوني اقدام وکړي او د هغو قاچاقبرانو د پېژندلو لپاره یې د معلوماتو راټولول پیل کړي چې ځوانان په ناقانونه لارو اروپایي هېوادونو ته لېږي.

