د امریکا د فلوریډا ایالت په میامي نړیوال هوايي ډګر کې د فډېکس شرکت یوه باروړونکې الوتکه له الوتلیکې وتلې او د هوايي ډګر د احاطې دیوال ته نږدې درېدلې ده.
د فاکس نیوز د راپور له مخې، د دې پېښې له امله د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې د یاد هوايي ډګر د راتلونکو الوتنو د لنډمهاله ځنډولو امر کړی چې په پایله کې یې د الوتنو په بهیر کې ګډوډي رامنځته شوې ده.
راپور زیاتوي، دغه پېښه د امریکا د شکرانې ورځې (Thanksgiving) له رارسېدو مخکې شوې چې له امله یې د مسافرو د تګ راتګ پر بهیر هم اغېز کړی دی.
تر اوسه په دې پېښه کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

