د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، امکان لري چې افغان پلاوي په نږدې راتلونکي کې روسیې ته سفرونه وکړي او د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.
د روسیې دولتي خبري اژانس «ټاس» د راپور له مخې، کابلوف دا څرګندونې کابل ته د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک له وروستي سفر وروسته کړې دي.
نوموړي ویلي، د افغان پلاوو د احتمالي سفرونو ترسره کېدل د دواړو لوریو پر هوکړې پورې تړلي دي او موخه به یې د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې د مشخصو قراردادونو او هوکړو لاسلیک وي.
کابلوف زیاته کړې، کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر په افغانستان کې د لېوالتیا او خوښۍ فضا رامنځته کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو لپاره نوي فرصتونه پرانیستي دي.
د ویلو ده چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د نومبر پر ۱۲مه کابل ته سفر کړی و او د رییسالوزرا په ګډون، اقتصادي مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره یې هم لیدلي وو.
د اوورچوک په وینا، د دغه سفر پر مهال روسي شرکتونو افغانستان ته د غلو دانو، اوړو، درملو او برېښنايي وسایلو د صادراتو په موخه د قراردادونو یوه لویه بسته لاسلیک کړې ده.

