ډېر لوستل شوي

امریکا پر خپلو ګڼو سوداګریزو شریکانو د نویو تعرفو لګولو اعلان کړی

امریکا د چین، اروپايي ټولنې، جاپان، جنوبي کوریا او تایوان په ګډون پر خپلو ګڼو سترو سوداګریزو شریکانو د وارداتي توکو د نویو تعرفو لګولو پلان اعلان کړی چې له مخې به یې پر چیني وارداتو تعرفې تر ۴۰ سلنې ورسېږي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د سوداګرۍ د استازي دفتر دغه وړاندیز په داسې حال کې اعلان کړی چې د بېلابېلو هېوادونو د سوداګریزو تګلارو پر امریکايي اقتصاد د اغېزو په اړه یې هم راپورونه خپاره کړي دي.

د نوي پلان له مخې، له چین وروسته ویتنام له ۳۵ سلنې تعرفې سره مخ کېږي، په داسې حال کې چې پر نورو هېوادونو به د وارداتي توکو له مخې ۲۰ او ۲۵ سلنه تعرفې ولګول شي.

دغه پلان د چین او اروپايي ټولنې ترڅنګ د جاپان، جنوبي کوریا، تایوان، هند، بنګله‌دېش، اندونیزیا، مالیزیا، سنګاپور، تایلنډ، کمبودیا او سویس واردات هم رانغاړي.

د امریکا د سوداګرۍ استازي جېمیسن ګریر ویلي، دغه اقدام د امریکايي کارګرانو لپاره د عادلانه سیالۍ زمینه برابروي او د نړۍ اقتصاد ته د یوې نوې او باثباته لارې د پرانیستلو هڅه ده.

خو نوموړي د امریکا سوداګریز شریکان تورن کړي چې د صنعتي تګلارو، د کارګرانو د ټیټو معاشونو او د بازار د ګډوډوونکو نورو اقداماتو له لارې یې سوداګریز توازن د ځان په ګټه اړولی او د امریکا تولیدي سکټور یې کمزوری کړی دی.

د راپور له مخې، د دغو تعرفو پلي کول راتلونکي میلادي کال ته ځنډول شوي او تر عملي کېدو وړاندې به د عامه سلا مشورو او احتمالي اورېدنو له بهیر څخه تېرېږي. همداراز، له ځینو هېوادونو سره د امریکا د سوداګریزو هوکړو له مخې ښايي د تعرفو کچه بدلون ومومي.

اړوند خبرونه