ډېر لوستل شوي

له پاکستاني بندخونو ۲۹۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د روانې اونۍ په ترڅ کې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۲۹۵ تنه افغان کډوال ازاد او د سپین‌بولدک او تورخم فرضي لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

ياد وزارت وايي، له دغو کډوالو څخه ۳۲ تنه د کندهار د سپین‌بولدک او ۲۶۳ تنه د ننګرهار د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، راستانه شوي کسان د اړوندو ادارو له لوري تر ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

اړوند خبرونه