ډېر لوستل شوي

هرات کې د کم‌کیفیته تېلو او نورو توکو ۲۷ باروړونکي موټر بېرته صادرونکو هېوادونو ته ورګرځول شوي

د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، د اسلام‌کلا ګمرک له لارې ۲۷ باروړونکي موټر کم‌کیفیته نفتي او غیرنفتي توکي بېرته صادرونکو هېوادونو ته ورګرځول شوي دي.

یاد دفتر وايي، په دغو توکو کې ۱۲ موټر پټرول، ۱۰ موټر ډېزل، څلور موټر ګاز او یو موټر د توشکو او بالښتونو خام مواد شامل وو.

د هرات ولايت مقام رسنيز دفتر زیاتوي، یاد موټرونه د ټاکل شویو کیفیتي معیارونو د نه پوره کولو له امله بېرته صادرونکو هېوادونو ته مسترد شوي دي.

اړوند خبرونه