د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت وایي چې د هېواد د وسلهوال پوځ لوی درستیز «قاري محمد فصیح الدین فطرت» د بدخشان ولایت نسي او خواهان په ولسوالیو کې د درېیمې او څلورمې سرحدي پوستو څخه لیدنه کړې ده.
ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي فصیح الدین فطرت د پولهساتو ځواکونو کارونه او فعالیتونه ارزولي او د سرحدي ځواکونو له قوماندانانو، د کنډکونو له مسوولینو، ولسوالانو او امنیه قوماندانانو سره یې د یوې ناستې په ترڅ کې د هغوی وړاندیزونه او نظریات اورېدلي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې لوی درستیز په دې کتنه کې ژمنه کړې چې چې د يادو ستونزو په اړه به مرکز کې له مشرانو او مسوولينو سره خبرې وکړي.
د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت دا هم ویلي چې قاري محمدفصیح الدین فطرت شمالي ولایتونو ته په خپل سفر کې د بدخشان د یادو ولسوالیو له اوسېدونکو سره هم کتلي او د دوی ستونزې یې اورېدلي دي.