د اسلامي امارت ستندرد ملي ادارې د ایران د نفتي محصولاتو د ټولنې رییس «احمد معروف خاني» وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د نفتي توکو فعال لابراټوارونه شته چې د متخصصو کسانو لخوا کنترولېږي.
ستندرد ملي ادارې نن سهشنبه د لیندۍ ۲۱مه په ایکس پاڼه د دې ادارې د رییس «الحاج فیض الله تمیم» له خولې لیکلي چې ایران دې د بېبنسټه نیوکو پرځای د خپلو توکو کیفیت ته پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ایران د نفتي محصولاتو د ټولنې رییس «احمد معروف خاني» ایران ته د بېکیفیته تېلو د پرلهپسې مسترد کېدو وروسته ادعا کړې چې د نفتي توکو د کیفیت معلومولو د اسلامي امارت له توان څخه لوړ کار دی.
د اسلامي امارت ستندرد ملي ادارې د دغه ایراني چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې ټول هغه توکي چې د دې ادارې له ملي سټنډرډونو سره مطابقت ونه لري، هېواد ته د واردولو اجازه نه ورکول کېږي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ستندرد ملي اداره له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له یاد ایران څخه غواړي چې د بېبنسټه نیوکو پرځای، د خپلو صادراتي توکو کیفیت ته پاملرنه وکړي.
په اعلامیه کې د الحاج فیض الله تمیم له خولې دا هم ویل شوي چې دوی هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د خپلو نامشروع ګټو لپاره د افغانستان خلک وځپي.
د یادولو ده چې په وروستیو کې هېواد ته د بېکیفیته تېلو سلګونه ټانکر بېرته ایران ته ورګرځول شوي دي.