ددِغې خونې مسولین وایي، ډېری شرکتونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د حکومت له لوري ددغو پورونو په ورکړې سره به یې تر ډېره دغه ستونزې هوارې شي.
دوی دغه راز تېر زیږدیز کال له لاسته راوړنو ډک بولي او زیاتوي، چې توانېدلې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړۍ ډېرۍ هېوادونو ته افغاني وچه او تازه میوه او نور توکي صادر کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د اسلامي امارت له هغې پریکړې، چې له مخې یې په تېر نظام کې پر دولتي ادارو د خصوصي سکتور پورونه ورکوي هر کلۍ کوي.
ددغې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مومند وایي، ډېری خصوصي شرکتونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د حکومت له لوري ددغو پورونو په ورکړې سره به یې تر ډېره دغه ستونزې هوارې شي.
نوموړی دغه راز زیاتوي، دوی ژمن دي څو حکومت سره اوږه په اوږه د هېواد آبادۍ لپاره هڅې وکړي.
« د افغانستان ټول تجاران، ټول خصوصي سکتور د اسلامي امارت، د وزارت مالیې له دغې فیصله څخه له زړه مننه کوو چې د افغانستان د خصوصي سکتور برحقه خواستې ته یې لبیک وویل.»
ښاغلی مومند دغه راز تېر زیږدیز کال له لاسته راوړنو ډک بولي او زیاتوي، چې اوس مهال د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړۍ ډېرۍ هېوادونو ته افغاني وچه او تازه میوه او نور توکي صادروي.
« ۳ لکه او ۶۲ زره ټنُه تازه میوه د ۱۶۳ میلیونو په ارزښت صادرات لرو، یو لک او ۵۵ زره ټنُه وچه میوه د ۴۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت سره صادرات لرو.»
له بل لوري، د صنعتکارانو د ټولنې رییس عبدالجبار صافی هم د اسلامي امارت له دې پریکړې هرکلۍ کوي او زیاتوي، چې له دې سره به د هېواد اقتصادي پياوړتیا ترڅنګ په داخل کې سوداګرو ته د پانګونې زمینه برابره او ډېرۍ هېوادوالو ته کاري بوختیاوې رامنځته شي.
« دا مثبت تاثیر په ټولو سکتورونو باندې اچوي، په دې هلکه باندې او په دې برخه کې ټول سکتورونه تشویق کیږي او جوګه کیږي څو بیرته افغانستان کې سرمایه ګذاری وکړي»
ورته مهال، سوداګر هم د اسلامي امارت له دې پریکړې خوښ دي او په دې اړه داسې وایي:
« زموږ پیسي تقریبا ۱۹ میلیونه تامینات پراته دي د اسلامي امارت له دولت سره سابقه پرتې دي نو غواړو څو دغه پيسې موږ ته مجرا شي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین دغه راز وایي، تېر زیږدیز کال کې یې د موټرو ټرانزیت کچه تر دوه سوه موټرو پورې وه او روان کال کې به دغه کچه له ۱۰ زرو موټرو څخه لوړه شي.