د افغانستان او امریکا د پانګونې ګډې خونې رییس جیفري ګرېکو وايي، هڅې روانې دي چې په افغانستان کې اقتصادي ثبات پیاوړی، پانګونه زیاته او افغانالاصله امریکایي پانګوال پانګونې ته وهڅول شي.
د ګرېکو په وینا، امریکایي پانګوال د افغانستان د تېلو او ګازو، کانونو او نساجۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري، خو د بشري حقونو محدودیتونه یې د بهرنیو پانګونو پر وړاندې له خنډونو ګڼلي دي.
نوموړي ویلي، د یادو محدودیتونو په اړه یې د اسلامي امارت له چارواکو سره هم خبرې کړې دي. ګرېکو زیاته کړې چې د امریکا حکومت د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول یونیسف او د خوړو نړیوال پروګرام، له لارې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو او مرستو ته دوام ورکوي.

