ډېر لوستل شوي

افغان کرکټ بورډ د هند پر وړاندې د ۱۹ کسیزې لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ

افغان کرکټ بورډ د هند پر وړاندې درې شل اوریزو سیالیو ته د ابراهیم ځدران په لوبډلمشرۍ کې د  ۱۹ کسیزې لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ د لوبغاړو د ټاکنو کمېټې پرون د ابراهیم ځدراڼ په مشرۍ د ۱۹ هغه لوبغاړو نوملړ شریک کړ چې د هند پر وړاندې به د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې چې په هندوستان کې به افغان ملي لوبډله له هند سره د نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لومړنۍ دوه اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې جنوري میاشتې پر یوولسمه (راتلونکې پنجشنبې/ مرغومي ۲۱مه) پیل او له مهالوېش سره سم به دویمه لوبه د جنورۍ پر څوارلسمه او درېیمه لوبه پر اووه لسمه نېټه ترسره کړي.

ټاکل شوې چې دا لوبې د هند په موهالي لوبغالي کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم افغان کرکټ ملي لوبډلې له متحده عربي اماراتو د شل اوریزو لوبو یوه لوبلړۍ ګټلې وه.

اړوند خبرونه