د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې به د روان میلادي کال په اګېسټ میاشت کې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لړ کې له یو بل سره مخ شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات رسنیو ته تایید کړې، چې دا سیالۍ به د ایرلنډ په کوربتوب ترسره شي.
د ورکړل شوي مهالوېش له مخې، دواړه لوبډلې به ټولټال پنځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې د اګېسټ له پنځمې نېټې پیلېږي او د همدې میاشتې تر څوارلسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

