ډېر لوستل شوي

افغان او هند کرکټ ملي لوبډلې نن ماښام د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به نن ماښام شپږ بجې د هندوستان پر وړاندې د شل اوریزو لوبلړیو د لومړۍ لوبې د ګټنې په موخه د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. تمه ده دا لوبه نن پنجشنبه، د مرغومي په ۲۱مه د ماښام په شپږو بجو په موهالي لوبغالي کې پیل شي.

ددې لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن د جنوري په ۱۱ مه پنجشنبه ماښام، دویمه یکشنبه د جنوري ۱۴مه او وروستۍ د جنوري په ۱۷ بله چهارشنبه ترسره کوي.

افغان کرکټ بورډ هیله ښيي چې لوبې به ګټي او د لوبغاړو له بشپړ تمرینه مطمین دي. ددې لوبلړۍ لوبډلمشري له ابراهیم ځدراڼ سره ده او ښایي چې په دې لوبو کې به راشد خان ونه لوبیږي.

له بل پلوه هندي رسنیو ویلي چې په نننۍ لوبه کې ویرات کولي د ځینو شخصي ستونزو له کبله ګډون نه شي کولی.

اړوند خبرونه