د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې افغان لوبغاړو د هند پر وړاندې د دویمې لوبې لپاره تمرینونه کړي او هیلې شته چې دویمه لوبه له هندوستانه وګټي.
ټاکل شوې چې افغان ملي لوبډله نن یکشنبه ماښام، د مرغومي په ۲۴مه په اندور کې له هندۍ لوبډلې سره مخ شي.
د افغان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ویلي چې افغان لوبغاړي لا وختي اندور ته رسېدلي او په همغه لوبغالي کې یې تمرینونه هم کړي دي.
د هند په اندور کې نننۍ سیالۍ د کابل پر وخت د ماښام شپږ بجې پیلېږي. دا په داسې حال کې ده چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه تېره پنجشنبه افغان لوبډلې د هند پر وړاندې بایلوده. ددې لوبو وروستۍ به د راروانې چهارشنبې په ورځ وشي.