د آسیايي اوقیانوسیې ویلچر باسکټبال سیالیو په لړ کې دا ځل افغان لوبډلې له نیوزلنډ او سعودي عربستان وروسته فیلیپین هم مات کړ. د اسیایي اوقیانوسیه سیالۍ څلور ورځې وړاندې د ټایلنډ په پلازمېنې بانکاک ښار کې پیل شوې وې چې افغانستان پکې تر دې دمخه نیوزلنډ او سعودي عربستان ته هم ماتې ورکړې وه.
یاده سیالۍ چې پرون غرمه دولس نیمې بجې ترسره شوه، افغانستان پکې خپلې سیالې فليپينۍ لوبډلې ته د ۴۸/۷۸ نمرو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
ټاکل شوې چې افغانستان به د یادو لوبو په لړ کې خپله څلورمه لوبه نن سه شنبه د کابل پر وخت ۱۲:۳۰ دقیقې له متحده عربي اماراتو سره ترسره کړي.
تمه ده دا لوبې د جنوري تر شلمې دوام وکړي.