افغان کرکټ ملي لوبډلې سریلنکا ته دویمه لوبه هم بایلوده چې دا مهال سیاله لوبډله ۲-۰ له افغان لوبډلې مخکښي لري.
دا لوبه پرون (یکشنبه، سلواغې ۲۲مه) ماسپښین یوه بجه د سریلنکا لوبډلې په توپوهنې سره پیل شوه.
د سریلنکا لوبډلې په ټولټال ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۷ منډې جوړې او افغان لوبډلې ته یې د ۳۰۸ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډله د ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه د پنځوسیزو سربېره هم ونه توانېده چې ټاکلی هدف پوره او بریا ترلاسه کړي.
افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې جوړې او له سریلنکا څخه یې د ۱۵۵ منډو په توپیر ستره ماتې وخوړله.
ددې یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه د فبروري په ۱۴مه ترسره کیږي چې سیالې لوبډلې لا له وړاندې د لوبلړۍ جام په خپل نوم کړ.