ډېر لوستل شوي

زابل کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ پای ته ورسېدې

قلات ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په نوم د لاس چپه کولو دودیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د استاد حاجي محمود سينا او استاد خالد کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ  ترسره شوې چې د استاد خالد کلب ورزشکارانو پکې لومړی مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو او په پای کې د زابل ورزش آمريت له لوري ورزشکارانو ته مډالونه، ستاينليکونه او ورزشي وسايل هم ورکړل شول.

اړوند خبرونه