د کندز ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې د کندز، بغلان او جوزجان ولایتونو د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ تر سره شوې.
دغه سیالۍ د کندز د ورزش ادارې په همکارۍ چمتو شوې وې چې د ورزشي مسوولینو سربېره ورته د کورش ګڼ مینوال ورغلي وو.
دې سیالیو یوه ورځ دوام وکړ چې موخه ترې د پهلواني جسمي روزنه او ساعتېری و.
بل پلو، د تخار د بدني روزنې او ورزش اداره وایي چې ددې ولایت د څلورو ولسوالیو د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ کورش یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې. دا سیالۍ د تخار په درقد ولسوالۍ کې وشوې چې موخه یې په دې ولایت کې د کورش ورزش ته وده ورکول وو.