کابل کې د ۹ ولایتونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د اسیا ماشومانو جام په نوم د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د کابل، بغلان، هرات، ننګرهار، فاریاب، بلخ، میدان وردګ، لغمان او بامیانو ورزشکارانو ګډون کړی وو.
دا سیالۍ د عمري ډلبندۍ له مخې د زلمیو ترمنځ د ۴۶-۷۵ کیلوګرامه وزن په لرلو سره ترسره کیږي.
دغه سیالۍ به دوه ورځې دوام وکړي چې ۴ غوره سوک وهونکي به په روسیه کې د کېدونکو نړیوالو لوبو لپاره ترې غوره شي.