د بامیانو په خشکک کلي کې د افغان بیسیم او افغان پیک موسسې په مالي لګښت د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکي سیالۍ ترسره شوې.
ددغو سیالیو په حرفوي سکي برخه کې ۷۰ ورزشکارانو او چوبي کې ۱۱۰ تنو برخه اخیستې وه.
ددې لوبو موخه په بامیانو کې د سکي ورزش ته وده او پراختیاورکول دي.
د ویلو ده چې په پای کې غوره لوبغاړو ته د بامیانو د ورزش ادارې له لوري نغدي جایزې او د سکي ورزش سامان الات هم ووېشل شول.