ډېر لوستل شوي

د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلې نن یو د بل پر وړاندې میدان ته وځي

د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلې نن د درېیو شل اوریزو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې یو د بل پر وړاندې میدان ته وځي.

ټاکل شوې دغه سیالي د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د افغانستان په کوربتوب، د هند په ارون جیټلي لوبغالي کې ترسره شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لوبلړۍ دوې نورې سیالۍ به د سپټمبر په ۱۵مه او ۱۷مه نېټه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان او هند په داسې مهال د درېیو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیلوي چې د دواړو لوبډلو مینه‌وال د سیالیو د پایلو او د لوبغاړو د غوره فعالیت په تمه دي.

اړوند خبرونه