د پکتیا پوهنتون په مرکزي جمنازیوم کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ ترسره شوې.
دا لوبې ددې ولایت د ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون په ګډې همکارۍ چمتو شوې وې چې پایله یې پیمان لوبډلې وګټله.
د يادو سياليو پايلوبه د پيمان او تلاش لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پايله کې پيمان لوبډلې خپلې سيالې تلاش لوبډلې ته د ۲/۶ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
ددغو سیالیو موخه د فوټسال وده او د ورزشکارانو بدني روزنه وه.