ډېر لوستل شوي

شهباز شریف د صدراعظمۍ لوړه وکړه

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند غړي او نوماند، شهباز شریف نن(دوشنبه، کب ۱۴مه) د پاکستان د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

شهباز شریف وړمه ورځ د ۲۰۱ مثبتو رایو په اخیستلو د دویم ځل لپاره د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

شهباز شریف داسې مهال د پاکستان د لومړي وزیر په توګه لوړه کوي چې دغه هیواد له ګڼو اقتصادي، امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دی.

شهباز شریف د مسلم لیګ ن ګوند د مشر نواز شریف له لوري د پیپلز پارټۍ سره د ایتلافي حکومت تر هوکړې وروسته دغې څوکۍ ته نومول شوی و.

شهباز شریف اوسمهال ۷۲ کلن دی. دی تر دې پخوا هم د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی او همداشان درې ځلې د پنجاب وزیر اعلی هم و.

اړوند خبرونه