د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي، هېواد یې چمتو دی چې له سعودي عربستان او پاکستان سره د درېاړخیز دفاعي تړون په چوکاټ کې د حوثیانو پر وړاندې د جګړې پرمهال د ریاض ملاتړ وکړي.
فیدان ټینګار کړی چې سعودي عربستان باید د ایران او امریکا په روانه جګړه کې ښکېل نه شي.
سعودي عربستان تېره میاشت له پاکستان او ترکیې سره درېاړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې پر یوه هېواد برید، پر درې واړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
بلخوا، حوثیانو له تېرې جولای میاشتې راهیسې پر سعودي عربستان پرلهپسې بریدونه کوي او تېره ورځ یې هم په ریاض کې یو شمېر مهم ځایونه په نښه کړي دي.
د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ ترینګلتیا په داسې حال کې دوام لري چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ جګړې هم د پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

