ډېر لوستل شوي

مډال راوړونکو لوبغاړو ته یو-یو موټر ډالۍ شو

د هیواد ورزش ادارې چین کې د ۱۹مې المپیکي دورې مډال راوړونکي ورزشکاران په یو-یو موټر وستایل شول.

د ورزشکارانو دا ستاینغونډه د المپیک ملي کمېټې په انګړ کې نیول شوې وه، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې د مسوولینو سربېره پکې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د رياست الوزرا د دفتر عمومي رييس ډاکټر ملا عبدالواسع، د ملي راډیو تلویزیون رييس قاري محمد يوسف احمدي، د هېواد د ورزش ادارې پخوانی رييس نظر محمد مطمئین، د بېلابېلو ورزشي څانګو ورزشکارانو او ګڼو ننداره کوونکو برخه اخیستې وه.

د رياست الوزرا اداري مرسيتال مولوي عبدالسلام حنفي ورزشکارانو ته د مډالونو د ګټنې مبارکي ویلي. نوموړي وړاندې ویل: اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي. ښاغلی حنفي زیاتوي چې د افغان ورزشکارانو په تېرو دوو کلونو کې ګڼې لاسته راوړنې لرلې او د لا ډېرو ویاړو د راوړلو هیله یې وکړه.

په دغو مراسمو کې د هېواد المپيک ملي کمېټې او ورزش رييس مولوي احمد الله وثيق وويل: په تېرو دوو کلونو کې مو د ورزش په برخه کې ګڼې لاسته راوړنې درلودې او هیله ده دا لاسته راوړنې لا زیاتې شي.

د ستاینغونډې په پای کې د رياست الوزرا عالي مقام له خوا مډال راوړونکو ورزشکارانو  هر يو محمد خالد هوتک‌ او محمد نصرت حبيبي د ووشو ورزشي رشتې برخه کې، محسن رضایي د تکواندو رشتې، سلطان حسین بايقرا د کورش رشتې او د کرکټ ابداليانو الف لوبډلې ته يو-يو عراده موټر د انعام په توگه ورکړل شو.

د چین په کوربتوب نولسم پړاو المپیکي سیالۍ په تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې ترسره شوې چې د افغانستان په ګډون پکې ۴۵ اسیایي هیوادونو برخه اخیستې وه. دې سیالیو ته شاوخوا ۱۲۰۰۰ ورزشکاران وربلل شوي او له افغانستانه پکې شاوخوا سلو تنو برخه اخیستې وه.

په دغو سیالیو کې افغان ورزشکاران خورا ښه وځلېدل او د څلورو برونزو او یو د سپینو زرو مډال یې وګاټه.

اړوند خبرونه