ډېر لوستل شوي

زابل کې د موټرسایکل ځغلوونې سیالۍ وشوې

د قلات ښار په سحراني سیمه کې د ۲۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د موټر سايکل ځغلوونې سيالۍ ترسره شوې.

دا لوبې د زابل ورزشي امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري چمتو شوې وې.

ددغو یوه ورځنیو سیالیو په پايله کې هارون خپلواک لومړی، عصمت الله افغان دويم

او شبير احمد وياړ بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د موټر سایکل ځغلونې دغه سیالۍ د (رمضان جام) په نوم ترسره شوې چې موخه یې زابل کې د موټرسایکل ځغلولو ورزش وده وه.

اړوند خبرونه