ډېر لوستل شوي

شیخ دلاور: یوازې د نورستان کان د لسو میلیاردو برېښنایي موټرونو لپاره بټرۍ تولیدولی شي

د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور په یوه تازه مرکه کې ویلي چې په بدخشان، نورستان، بامیان، هلمنداو هرات ولایتونو کې د لیتیم پرېمانه کانونه شته چې ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي

شیخ دلاور زیاتويیوازې د نورستان کان د ۱۰ میلیاردو برېښنایي موټرونو لپاره بټرۍ تولیدولی شي.

ښاغلي دلاور د دغې مرکې په یوه څنډه کې ویلي چې افغانستان به تر راتلونکو پینځو کلونو د نفتو په برخه کې ځانبسیاینې ته ورسېږي.  د نوموړي په خبره؛ په سرپل ولایت کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د نفتو د چاڼ د یوېکارخونې د جوړولو کارونه پیل شوي دي

ښاغلي دلاور پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ کړی چې په افغانستان کې دې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

اړوند خبرونه