د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره اوونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰ متریک ټنه توکو انتقالات شوي دي.
د ياد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، دا انتقالات د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف–هرات له لارو شوي، چې ډېری برخه یې واردات جوړوي.
ښاغلي حقشناس زیاته کړې، په همدې موده کې ۶۳ ټنه صادرات هم شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه ده. په خبرپاڼه کې راغلي، د رېلپټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی له کاري فرصتونو رامنځته کېدو، د ملي عوایدو لوړوالي او اقتصادي ودې سره مرسته کوي.

