ډېر لوستل شوي

د دودیزو لوبو د ودې په تکل؛ تخار کې د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د تخار په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

دا لوبې د تخار د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د دې ولایت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ چمتو شوې وې.

دې لوبو دوې ورځې په بر کې ونیولې او موخه یې د روژې میاشتې هرکلی و.  د ویلو ده چې په پای کې غوره غېږنیونکي وستایل شول او ګڼې ډالۍ پرې ووېشل شوې.

اړوند خبرونه