د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د څلورو ټایمونو ترمنځ د کبډۍ سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ په څلورو کلاسونو کې وشوې چې د ماښام کلاس په بریا سره پای ته ورسېدې.
یادې سيالۍ ۱۱ ورځې وړاندې پیل شوې وې چې پایلوبه یې د مازیګر او ماښام ټایمونو ترمنځ ترسره شوه. ماښام لوبډله وتوانېده چې سیالې لوبډلې ته د ۳-۲ توپیر ماتې ورکړي او بریا خپله کړي